خبرونهټولنهTOP

فراه کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري په وړيا توګه د سترګو د پردو د عملیاتو لړۍ روانه ده

کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

فراه ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري په وړيا توګه د سترګو د پردو د عملیاتو او درملنې لړۍ روانه ده او ټاکل شوې په دغې پروسه کې سلګونه تنه بيوزله ناروغان عملیات او درملنه یې وشي.

ورته وخت کې د فراه ولايت د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریيس مولوي مير احمد هاشمي باختر آژانس ته ویلي، چې دغه ولایت کې ۳۳۵ تنه هغه ناروغان، چې د سترګو پردې، ګل، هغه اوبه چې د سترګو تور ته زيان رسوي او يا هم جراحي ته اړتيا لري په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې په دې پروسه کې ۷ بهرني او نور داخلي ډاکټران د شاوخوا ۲۱ ورځو لپاره د شپې تر ۱۰ بجو پورې د ناروغانو په کتنه، درملنه او عملياتو باندې بوخت او ګمارل شوي دي.

هاشمي دغه راز ویلي، چې په فراه ولایت کې تر دې د سترګو په ناروغيو د اخته ناروغان ۱۱عملياتونه ترسره او شاوخوا ۱۱۹ نور معاینه شوي، چې له ډلې يې په ورځنۍ توګه ۶۰ تنه نارينه او ۶۰ تنه ښځينه ناروغانو ته رسېدنه کېږي.

نوموړي همدارنګه هيله وښوده او په ټولو فراهي وګړو يې غږ وکړ، چې په يادو۲۱ ورځو کې روغتيایي مرکز ته ځانونه ورسوي.

د سترګو د پردو د وړيا عملياتو پروسې ولایتي مسول ډاکټر سميع الله دانش بيا وويل چې په ياده پروسه کې په ټولو برخو کې له ناروغ سره په وړيا توګه د شته امکاناتو پرمټ همکاري کېږي او ټولې چوپړتیاوې ورته په وړيا ډول وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د سترګو فراهي ناروغان د تشخیص او درملنې له دغې وړیا پروسې خوښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته