امنیت

دولت دې بايد د طالبانو دپوځي تطبيقاتو مخه ونيسي .

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٥
وسله وال طالبان په پلخمري ښار پورې اړوند ډنډ غوري کې دپاکستاني پوځيانو تر نظر لاندې هره ورځ دخپلو پوځي ظرفيتونو دلوړولو په موخه پوځي تمرينونه ترسره کوي .
دوسله والو طالبانو د ډلې يو ډير مهم او پراخ تمرين د ډنډ غوري دمنګليانو په کلي کې وو چې دپاکستاني پوځيانو دسلاکارانو تر نظر لاندې په دې سيمه کې تر سره شو.
د دهنه غوري ولسوالۍ دوو تنو اوسيدونکو چې دنومونو له اخستلو څخه يې ډډه وکړه دوسله والو طالبانو تحرکات چې دپاکستاني سلاکارانو تر نظر لاندې ترسره کيږي وغندل او له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغو تحرکاتو په وړاندې چوپتيا دخلکو له ژوندانه سره خيانت دى . ځکه همدا اوس دبغلان ولايت په دهنه غوري او ډنډ غوري کې دوسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې ساحو کې دوحشت او دهشت فضا واکمنه ده او هيڅ کورنۍ د خپل سر ، مال او ناموس خاونده نه ده او وسله وال طالبان څه يې چې غوښتي وي له ممانعت پرته ترسره کولاى شي.
ددغو ساحو دوه تنه اوسيدونکي چې دنومونو له اخستلو څخه يې ډ ډه وکړه وايي موږ له دولت څخه غواړو چې دونو له شنه کيدو مخکې دې په دغو ساحو کې چاڼيز عمليات پيل کړي او د طالبانو دوحشت دوام دې پاى ته ورسوي.
په همدې حال کې دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاعي ددغو مسئلو په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې په دغو ساحو کې د طالبانو تحرکات شته . خو د ډنډ غوري او دهنه غوري دبيرته نيولو په موخه يې په نږدې راتلوونکې کې دچاڼيزو عملياتو خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په روان ژمي کې به د ډنډ غوري او دهنه غوري په ګډون نامنې ساحې په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته