امنیت

د وسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال ووژل شو

جلال اباد باختر د تلې د میاشتې ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت په پچير اګام ولسوالي کې د وسله والو طالبانو تش په نامه نومول شوی ولسوال ووژل شو.
د ننګرهار د امنيې قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د پچير اګام ولسوالي د لاندې صبر به سيمه کې عمليات ترسره کړي.
هغه وويل چې په غو عملیاتو کې د پچير اګام ولسوالي لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د الهام په نامه  نومول شوی ولسوال سره له يو ملګري وژل شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته