سیاست

داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون رئيس : جمهوررئيس کولاى شي خپل صلاحيتونه له نورو سره شريک کړي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دملي دوحدت  حکومت  له قانوني پلوه  ستونزه نلري  او دقانون له مخې  جوړ شوى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې دخپلواک  کميسيون  محمدقاسم هاشمزى  وايي چې دملي وحدت   حکومت  له قانوني پلوه ستونزه نلري او دقانون پراساس  جوړ شوى دى.
دده دڅرګندونوله مخې : په اساسي قانون کې په څرګند ډول  جمهوررئيس ته واک ورکړ شوى دى چې  يوه اداره جوړه کړي او خپل صلاحيتونه له نورو سره هم شريک کړي .
ده دغه راز داساسي قانون د اوونۍ دنمانځنۍ په غونډه کې وويل چې دولسواليو    او کليو دشوراګانو دانتخاباتو ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې په باب قانون،  له  اداري فسادسره دمبارزې قانون  تراوسه پورې نه دي تطبيق شوي .
دده دڅرګندونوله مخې : دنړيوالو تړونونو قانون له دوو کلونو وروسته توشيح شو . په داسې حال کې  چې هر نوى قانون بايدپه ملي شورا کې  له تصويب وروسته  دقانون له مخې په يوه مياشت کې بشپړ شي.
هاشم زي وويل  چې يوشميرقوانين په ملي شورا کې له څلورو څخه ترپنځه کلونو پورې پاتې کيږي او هغوى  له قانون څخه بل ډول تفسير کوي .
په داسې حال کې چې داساسي قانون دتفيسر مرجع  داستازو مجلس نه دى  له دې امله هر قانون چې ملي شورا ته ځي بايد پړاونه يې په يوه مياشت کې بشپړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته