امنیت

طالبانو داردو يو سرتيرى په ډزو سره شهيد کړ .

کابل باختر د زمري پنځمه :
وسله والو طالبانو پرون داردو يوسرتيرى  په پکتيا ولايت کې په ډزو سره شهيد کړ
دغه سرتيرى  څلور ورځې مخکې دطالبانو دډلې له خوا دپکتيا ولايت  مرکز ګرديز ښار  ته  له څيرمه ساحې  څخه وتښتول شو خو پوليس وايي چې ددغه پوځي مړى  يې چې په ډزو سره شهيد شوى دى پرون په ګرديز ښار پورې اړوند د  مچلغو په کلي کې ترلاسه کړ .
دګرديز ښار يوه امنيتي مسوول طالبان ددغه سرتيرى  دشهادت عاملين وبلل او دباختراژانس خبريال ته يې وويل چې د دغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته