سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې غونډه دمحمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې غونډه پرون له غرمې وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ دجمهوري رياست په ارګ  کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست د مطبوعاتو او عامه پوهاوي رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  دهېواد له هغو مشرانو، مخورو او امنيتي ځواکونو څخه دخوښۍ په څرګندولو سره چې ديرغملو  په خلاصون کې يې هڅه او هاند کړي دي؛ د عامې روغتيا وزارت يې موظف کړ  چې د هغوى په درملنه کې دې لازم اقدامات وکړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس د امنيت تامينولو په برخه کې  دهېواد د وسله والو ځواکونو وروستي فعاليتونه وستايل او دهېواد دامنيتي حالاتو په مثبت بللو سره يې دولايتونو دامنيت په تامينولو  او دواحدې اداري دسوق په مرکزونوکې يې دهغوى په سمون کې دوسله والو ځواکونو دپرمختګونوله امله  قدر داني وکړه.
دغونډې دکار په دوام دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس دسل ورځنيو کاري پلانونو دطرحې او برابرولو په اړوند دکابينې له وزيرانو سره دهغوى  د وروستيو تنظيم شويو پروګرامونو په باب غونډې ته معلومات ورکړل او ددغو پلانونو د طرحې او برابرولو په لاره کې يې  دکرنې او اوبو لګولو ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا ، فوايد عامې  او دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو  د وزارتونو نوښتونه وستايل او هغوى يې دې ته وهڅول چې خپل نوښتونه دې له  نورو وزارتونو سره په سل ورځني پلان کې شريک کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس زياته کړه: سل ورځني پلانونه دې بايد په واقعبينانه  ډول طرحه  شي چې په ټاکلې موده کې دتطبيق وړتيا ولري او د هغو دلا ښه تحقق  په لاره کې  لازمه ده چې د پنځه ويشت ورځو په دننه کې دلازمو پرمختګونو رپوټ وړاندې کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوررييس پاتې وزارتونه موظف کړلچې دراتلوونکې اوونۍ  ترپاى پورې دې خپل سل ورځني کاري پلانونه بشپړ  او دجمهوري رياست مقام  ته دې رپوټ وړاندې کړي.
دغه راز جمهوررييس دکابينې وزيران موظف کړل چې  ورځ په ورځ دې په ترتيب سره سل ورځني پلانونه اوله هغو څخه  دهيلو نتيجې د رسنيو په وړاندې څرګندې او بيان کړي .
له اجندا سره سم د عدليې وزير دقوانينو دکميټې  له خوا  داټومي انرژۍ دتائيد شوي قانون  طرحه چې په سوله ييزو  مقصدونو، د راډيو اکټيف دموادو اود هغو دمنابعو دمحافظت دتامينولو  په مقصد  له  اټومي انرژۍ څخه دګټورې استفادې په  هدف، داټومي وړانګو او دهغو خپريدو دمخنيوي،  داټومي وړانګو په وړاندې د ژوندانه دچاپيريال مصوونيت او داټومي فاضله موادو دکنترول اوڅارنې په خاطر  برابره شوې ده؛ غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: په دې وروستيو وختوکې دسرطاني ناروغيو دشعاعي درملنې د مرکز د جوړولو منظوري    چې دملګروملتو دسازمان په مالي  همکارۍ جوړيږي ، داټومي انرژۍ دقانون په شتون پورې اړونده بلل شوې ده . له دې امله  دغه طرحه  له تصحيحاتو وروسته  د تائيد په مقصد وړاندې کيږي.
د افغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دبيلابيلو اړخونو په تيره بيا شعاعي تداوۍ ته د سرطان په ناروغۍ  د اخته هېوادوالو  داړتيا په باب له هر اړخيزو خبرو وروسته د اټومي انرژۍ قانون په اصولوکې  تائيد کړ  او دعدليې وزارت يې موظف کړ چې دکابينې دغړو د اصلاحي نظريو په پام کې نيولو سره دې ددغه قانون  تخصصي برخه دافغانستان داټومي انرژۍ دعالي کميسيون داجراييوي او تخصصي بورد له لوى رييس سره  همغږې کړي  او د نتيجې په باب دې دکابينې راتلوونکې غونډې ته  ډاډ ورکړي.
دغه راز دافغانستان په اسلامي جمهوريت کې د بهرنيو اتباعو داستوګنې او د مسافرت د قانون په طرحه کې په اوومه ماده کې د ديارلسم جز د زياتوالي او د اوولسمې مادې د زياتوالي طرحه دعدليې د وزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه   چې دتائيد وړ وګرځيده او پريکړه وشوه  چې دعدليې وزير دې ددغه تعديل متن   د مشرانو له جرګې سره همغږى کړي.
په همدې ترتيب د عدليې وزير د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو د تاسيس او فعاليت د څرنګوالي د مقررې طرحه چې د ډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو  اودخصوصي رسانه يي بنسټونو د جوړولو اوفعاليت په څرنګوالي پورې د اړوندو چارو دتنظيم   او دخپلواکو او پراخ بنسټو رسنيو دترويج او ودې په مقصد درسنيو د آزاد فعاليت د زمينې برابرولو او دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو دکارکوونکو دحقوقو او امتيازونو دتامينولو  په مقصد د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو د فعاليت دملاتړ په خاطر په څلورو فصلونو او يوڅلويښتو مادوکې برابره شوې ده او د قوانينو دکميټې ، دمدافعو وکيلانو د ټولنې  د رييس ، د بشر د حقوقو، د مدافع رييس له خوا بيا څيړل شوې ده، غونډې ته وړاندې کړه چې په ځينو مادوکې يې دابهاماتو په مقصد تصويب نشوه، د عدليې وزارت موظف کړى شو چې د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ او د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارتونو سره دې په همغږۍ کې دې له فريکوينسۍ څخه د استفادې دڅرنګوالي موضوع او د لازمو وضاحتونو مسئله  د غونډې له يادونې سره سم په دې مقرره کې وارده کړي او له لازمو تصحيحاتو وروسته دې دکابينې راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزيرې او دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دپوهنتونونو، ليليو، د درسي موادو دکريکولم، دتحصيلي اتشو دنشتوالي او دافغانستان د دولت  او دبورس ورکوونکو هېوادونوله خوا افغان محصلانو ته دمادي امتيازونو (معاش او مدد معاش) دنه ورکولو په برخوکې په بهرنيو هېوادونو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دسياسي نمايندګيو دنه همغږۍ په باب دافغاني محصلانو ستونزې  په غونډه کې طرحه کړې .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  په لنډمهالو اقداماتو کې له مفصلو خبرو وروسته اړوندو وزارتونو ته مشخصې دندې وسپارلې او په اوږد مهال کې دلوړو زده کړو د وزيرې په مشرۍ د بهرنيو، ماليې، پوهنې، دمهاجرينو دراستنولو دچارو،  کار ، ټولنيزو  چارو ، شهيدانو اومعلولينو  او دعامې روغتيا  دوزارتونو په  غړيتوب  يو کميسيون موظف کړ چې  په بهرنيو هېوادونو په تيره بيا  دهند ، پاکستان ، ايران  او ترکيې په هېوادونو کې دافغاني محصلانو  ستونزې په بنسټيز ډول وڅيړي اوموافقه شوې طرحه دې دجمهوري رياست مقام ته دې وړاندې کړي.
د غونډې دکار په دوام دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دپخوانۍ غونډې له پريکړو سره سم دګمرکي، تجارتي  او صنعتي  تعرفو، د ترانسپورتي  خدمتونو دښه والي ستندرد اود لوړ توناژ د تلو د خدمتونو دښه والي په مواردوکې دهېواد دملي سوداګرو  او دخصوصي متشبثينو  د ستونزو د لرې کولو په باب داړوندو ارګانونو دموافقه شوې طرحې په باب  غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان داسلامي جمهوريت کابيني له خبرو وروسته ، دغه طرحه تصويب کړه او دسوداګرۍ اوصنايعو دوزير په مشرۍ دماليې، فوايد عامې، ترانسپورت او ملکي هوايي چلند،  اقتصاد، کانونو اوپټروليم او دکرنې او اوبولګولو وزارتونه  او د ملي ستندرد او دخصوصي پانګونې د ادارې ( آيسا ) رييسان يې موظف کړل  چې د ګمرکي، تجارتي او صنعتي تعرفو، د ترانسپورتي خدمتونو  دښه والي  ، ستندرد او دلوړ توناژ د تلو په باب دهېواد دملي سوداګرو او دخصوصي متشبثينو  دشتو ستونزو د لرې کولو په لاره کې  د عملي اقداماتو طرحه برابره او عملي کړي.
له اجندا سره سم  د مهاجرينو د راستنولو دچارو وزير په پاکستان کې له مدرک پرته  دافغان مهاجرينو د نوم ليکنې په باب دپاکستان  له جګپوړو مقاماتو سره دافغانستان دجګپوړو مقاماتو د وروستۍ موافقې په باب غونډې ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: دپاکستان  اسلامي جمهوريت ته زما په وروستى سفرکې ددغه هېواد  له  جګپوړو مقاماتوسره په کتنې سربيره موافقه وشوه  چې په لومړي ګام  کې دې له مدرک پرته افغاني مهاجرين په رسمي ډول ثبت شي او وروسته دې هويت يې په پاکستان کې د افغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت او د قونسلګريو له خوا تثبيت او د هويت دتثبيتولو لپاره  دې  متخصصې کاري ډلې وټاکلې او واستولې شي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې له هر اړخيزو خبرو وروسته دسرحدونو اوقبايلو دچارو د وزير په مشرۍ دبهرنيو چارو، دمهاجرينو د راستنولو دچارو او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست  موظف کړل  چې  په پاکستان کې  دميشتو  افغان مهاجرينو دهويت  دتثبيتولو په لاره کې   لازم طرزالعمل برابر  او  دجمهوري رياست مقام ته دې وړاندې کړي.
ورپسې  دانرژۍ او اوبو وزير  په قرغزستان کې دکاسا_  ١٠٠٠  په حقوقي  فرعي غونډو کې  ددغه وزارت دهيت   دسفر رپوټ   غونډې ته وړاندې کړ او زياته يې کړه  چې ددغو غونډو هدف  داصلي موافقه ليک  او  دپلورونکو ( تاجکستان او قرغزستان ) او د پيردونکو ( افغانستان او پاکستان  ) ترمنځ دبريښنا دپيرودنې  د موافقه ليکونو او دغه راز  دافغانستان او پاکستان ترمنځ دبريښنا دپيرودنې موافقه ليک بشپړول دي چې افغاني هيئت په دې باب پاکستان لوري ته درې انتخابونه پيشنهاد کړل چې دمقابل  لوري دموافقې وړ وګرځيدل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې   دانرژۍ او اوبو د وزير د رپوټ دتائيدولو په ترڅ کې دانرژۍ او اوبو د وزير په مشرۍ دماليې، اقتصاد، فوايد عامې او دښار جوړولو دچارو وزيران  موظف کړل چې دغه پروژه دې  په تخنيکي ، د سالنګونو له لارې او يا  د دره شکاري له لارې د مزو د غځولو د تګلوري او له ٥٠٠ کيلو ولټو څخه د مزو د غځولو دظرفيت  دلوړولو په  لحاظ په هر ارخيز ډول  مطالعه کړي او  دبريښنا د دوو بندونو  جوړولو ته دې  ددغې پروژې  په  لومړيتوب کې ځاى ورکړي او دنتيجې په باب دې دکابينې راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته  دعدليې وزير  د هندوانو او سکانو په ګډون دافرادو او اشخاصو دتابعيت د لغوه کولو دبهير د اوږدو والي په باب غونډې ته مفصل معلومات ورکړل. دافغانستان اسلامي جمهوريت کابينې پريکړه وکړه چې دکورنيو چارو وزارت په مشرۍ دماليې او دعدليې د وزارتونو او د ملي امنيت د لوى رياست په ګډون   کميسيون دې د عدليې وزارت  له تابعيت پورې د اړوندو چارو د څيړنې کميسيون   د يو زرو اووه سوه درې اويا تنو هندوانو او سکانو د افغاني تابعيت د لغوه کولو بهيرګړندى کړي او دعدليې وزارت  دې  د تابعيت د قانون په بيا څيړنې او دتعديل د پړاوونو په بشپړولو  اقدام وکړي.
د غونډې دکار په دوام د پوهنې و زير د پوهنې د درسي کتابونو د چاپولو دبهير د اوږدوالي ستونزه چې دبهرنيو کمپنيو له خوا د قرارداد د پړاوونو له بشپړولو وروسته  په څلورو مياشتوکې  چاپيږي ، غونډې ته طرحه کړه  او څرگنده يې کړه چې په لنډ مهال کې دهېواد په خصوصي مطبعوکې د درسي کتابونوچاپول  متصور نه دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابينې دپوهنې او ماليې وزيران موظف کړل  چې د (  يو  اس اې  آى  ډي  )  په موافقه دې دهېواد په دننه کې د درسي کتابونو په چاپولوکې  لازم اقدام وکړي او نتيجه دې دملي تدارکاتو کميسيون ته وړاندې کړي.
د غونډې دکار په پاى کې د نړيوال تروريزم پرخلاف دمبارزې په باب داسلامي همکاريودسازمان کنوانسيون او دخوراکي امنيت په چاروکې د اسلامي همکاريو د سازمان اساسنامه د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست له خوا غونډې ته طرحه شوه  چې د تائيد وړ وګرځيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته