سیاست

د عدليې وزارت د مشرتابه شورا د اشخاصو د عريضو او شکايتونو د څيړنې طرزالعمل تصويب کړ

کابل باختر/  د زمري د مياشتې ٥ مه:
د عدليې وزارت د مشرتابه شورا د اشخاصو د عريضو او شکايتونو د څيړنې طرزالعمل تصويب کړ.
د طرازلعمل متن
لومړۍ ماده :
دغه طرزالعمل دعريضو دڅيړنې د قانون د ٢٦ مادې په لومړي جز کې په ليکل شويو احوالوکې دعدليې وزارت د کارکوونکو د اجرااتو له پلوه د حقيقي او حکمي اشخاصو د عريضو او شکايتونو د مستقيمې څيړنې په مقصد وضع شوى دى.
دويمه ماده :
د عدليې وزارت د کارکوونکو د اجرااتو له پلوه د اشخاصو د شکايتونو په باب عريضې د چهارشنبې د ورځو له غرمې وروسته په دوو بجو په مستقيم ډول د عدليې وزارت د مقام له خوا څيړلې کيږي.
دريمه ماده :
هغه اشخاص چې د عدليې وزارت د کارکوونکو د اجرااتو له پلوه شکايت ولري، کولاى شي خپل شکايت په مستقيم ډول دعدليې وزارت مقام ته وړاندې کړي.
څلورمه ماده :
(١) د عريضو مديريت موظف دى هغه اشخاص چې د عدليې وزارت د کارکوونکو د اجرااتو له پلوه شکايت لري؛ د مراجعې د وخت په پام کې نيولو سره نومونه يې فهرست کړي او د کتنې وخت يې د وزارت له مقام سره تنظيم کړي.
(٢) د عريضو مديريت د دغې مادې په لومړۍ فقره کې ليکل شوى فهرست د وزارت د مقام  د منلو او د سکرتريت د برخې د وزارت امنيتي مسوولينو ته وړاندې کړي.
پنځمه ماده :
(١) د عدليې وزير د مسلکي معين، اداري معين، د دولت دقضاياوو د لوى رئيس، د حقوقو د لوى رئيس، د داخلي پلټنې د رئيس، د انسجام د رئيس، د کابل ولايت د حقوقو د رئيس، د دفتر د رئيس په ګډون او په هغه صورت کې چې له نورو دولتي اداروڅخه شکايت ولري؛ اړونده مسوول او د عريضو مدير په مستقيم ډول د اشخاصو شکايتونه څيړي او لازمې او مشخصې لارښوونې صادروي.
شپږمه ماده :
د عريضو مدير موظف دى چې د عدليې د وزير ليکلې لارښوونه په هماغه غونډه کې ثبته او صادره کړي.
اووه ماده :
(١) د اړوندو ادارو رئيسان موظف دي چې د وزارت د مقام د حکمونو د تطبيق بهير وڅاري او د بلې غونډې له جوړيدو مخکې دې د اشخاصو د شکايتونو د څيړنې په باب خپل رپوټ په ليکلي ډول د وزارت مقام ته وړاندې کړي.
اتمه ماده :
د ولايتونو د عدليې رئيسان موظف دي چې د اشخاصو د شکايتونو د څيړنې د غونډې  د جوړيدو په ورځ ( د چهارشنبې د ورځو له غرمې وروسته ٢بجې) خپل مبايل ټيلفونونه فعال وساتي.
نهه ماده :
د خپرونو رياست موظف دى د اشخاصو د شکايتونو د څيړنې ترسره شوي اجراات د يوې مياشتې په دننه کې د عامه پوهاوي په مقصد د عدليې وزارت دعدالت په مجله او ويب سايټ کې خپورکړي.
لسمه ماده :
دغه طرزالعمل د عدليې وزارت د مشرتابه شورا د تصويب له نيټې څخه مرعي الاجرا دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته