کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
دغبار_ ٨ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل
د ٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغبار_ ٨ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيزعمليات چې دملي اردو ، ملي پوليسو، د امن او عامه نظم دپوليسو او دملي امنيت دمنسوبينو په ګډون د ماهيپر په لوري دکابل _ جلال اباد دلويې لارې په اوږدو کې دکابل ښار ددريم امنيتي کمربند دتقويه کولو او دښه امنيت دتامينولو په خاطر پيل شوي و چې په بهيرکې يې تر هدف لاندې کورونه تصفيه او تلاشي شول چې له امله يې يوکلاشينکوف ، اويوه تومانچه دامنيتي ځواکونولاسته ورغلې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ