ورزش

د فوټسال سياليو په دوو لوبو سره دوام وکړ

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢
په کابل کې د فوټسال د غوره ليګ سياليو تېره شپه په دوو لوبو سره دوام وموند.
د بدني روزنې او سپورت رياست د خپرونو مسوول سيد نصرت دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د ويکي سپورت ټيم د پنځو په وړاندې په لسو سره د کابل د اتفاق ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې د پديده او صداقت ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ د رمضان جام تر نامه لاندې له پنځو ورځو را په دې خوا قلعه عليمردان ته څېرمه د مولا علي په لوبغاړى کې د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ هره شپه په دوو لوبو سره دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته