ګردیز باختر د سرطان د میاشتې ۲ مه د پکتیا په والي شمیم خان کټوازي نن له غرمې مخکې د پکتیا _ کابل د لويې د لارې په اوږدو کې وسله وال برید شوی دى. ځايي چارواکي وايي چې دغه برید د لوګر ولایت په مربوطاتو کې شوی، خو په برید کې والي ته زیان نه دی اوښتی او وسله وال برید بېرته په شاتمبول شوی دی. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې شمیم خان کټوازی له کابل څخه د پکتیا پر لور روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې وسله وال برید وشو. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ