امنیت

په قندهار کې د طالبانو پرغونډې د بريد له امله ٢٩ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
په قندهار کې د پوځيانو په هوايي اوځمکنيو بريدونوکې ٢٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ نور يې ټپيان شول.
د رپوټونوله مخې؛ تېره شپه اونن سهار په لسګونو وسله وال طالبان په پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو کې راټول شوي و ااو د پوحيانو پر پوستو يې د بريد تياري نيوله چې پوځيانو پرې بريدونه وکړل .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې د ٤ جګړه مارو پاکستانيانو په ګډون ٢٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢نور يې ټپيان شول.
د دغو بريدونوپه پاى کې د طالبانو په لسګونو سپکې او درندې وسلې د پوځيانو لاسته ورغلي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته