سیاست

جمهور رئیس غني د کاپیسا ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل

 کابل باختر د زمري ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د کاپیسا ولایت د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو له مشرانو سره په کتنه کې د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د ولایت مقام کې ترسره شوه، غلام غوث ابوبکر، حبیب افغان او مولوي نوراغا د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال یې د برېښنا رسولو شبکو د ایجاد، د ناامنه ولسوالیو د امنیت د تامین، سولې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د زیاتې همغږۍ، بیارغاونې ته د پاملرنې، د راستنېدونکو د ځاي پرځای کېدو ،په امنیتي سکتور کې د عدالت، د کدرونو د ځاى پر ځاى کولو او د انکشافي پروژو د تطبیق په برخه کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
جمهور رئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، زما اراده د افغانستان خلکو ته خدمت دی او د افغانستان هر ولایت ته به سفر وکړم تر څو واضح او مشخصه طرحه ولرو.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د سیمه ییزو ادارو ټول بستونه ازموینې او رقابت ته ځي او باید تعادل راشي، ځکه حکومت د ټولو افغانانو هنداره ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د کاپیسا ولایت د امنیت او انکشاف د تامین اقدام کېږي او خلک باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي. پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته