فرهنګ

دمولانا سايد يفتلي شعري ټولګه پرانستل شوه .

کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
دمولانا سايد يفتلي  شعري ټولګه پرون  په بدخشان ولايت کې پرانستل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په فيض اباد ښار کې جوړه شوې وه دبدخشان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس نقيب الله ثاقب  وويل : زموږ په دوران کې دمولانا سايد يفتلي دشعرونو چاپ دادبياتو اوفرهنګ په برخه کې يوه ستره فرهنګي لاسته راوړنه ده او دغه اثر دهېواد دادبياتو په بډاينه کې ستر رول لوبوي .
  دغه اثر دغزل ، قصيدې ،  مقطعاتو ، قطې ،  مثنوي ،  مخمس او درباعياتو په ګډون څلور سوه  دوه ويشت   مخونه لري چې د پارلمان  دوکيل  عبدالرووف  انعامي په مالي مرسته چاپ شوى دى .   ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته