ټولنه

ښځو ته ددوو پروژو پرانستل .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دسرپل ښار  په ښځينه بڼ  کې ښځو ته دوه پروژې  دسرپل دوالي له خوا پرانستل شوې او داستفادې  وړ وګرځيدې .
  دسرپل ولايت دښځو دچارو رييسې  نسيمې ارزو د باختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې ښځو ته ديوه تفريحي پارک او دبکسونو دګڼدلو  ديوه مارکيټ جوړول شامل دي .
ميرمن ارزو زياته کړه چې تفريحي پارک  دښځو  دچارو دوزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه څلورو مليونو افغانيو په لګښت اودبکسونو دګڼدلو مارکيټ دافغانستان لپاره دسويډن دمرستو دهمغږي کوونکي يونيسف ددفتر له بودجې څخه داتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې څه مودې مخکې هم په ځان دسرپل ولايت دښځو دډډې لګولو په موخه دافغانستان له خلکو سره دترکيې دمرستو همغږي کوونکي دفتر تيکا دګلدوزۍ  او سينګار د زده کړې   په ګډون دوه حرفوي  پروژې په سرپل ولايت کې بشپړې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته