اقتصاد

د افغانستان زعفرانو ته بيا نړيواله جايزه ورکړې شوه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٧
د افغانستان زعفرانو د دريم ځل لپاره د نړۍ د ډيرو ښو زعفرانو جايزه وګټله.
د ذايقې او کيفيت نړيوال انستيتوت د افغانستان زعفرانو ته د ٢٠١٥ ميلادي د ډيرې لوړې ذايقې او کيفيت د بلورين مډال جايزه او د سرو زرو درې ستوري تصديق ليک ورکړل.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو مراسموکې چې له همدې امله د بلژيک په بروکسل ښارکې پرځاى شوي و؛ له ټولې نړۍ څخه د خوراکي توکو د سوداګرۍ څه ناڅه ٣٠٠ شرکتونو پکې ګډون کړى و.
د ذايقې او کيفيت نړيوال انستيتوت د خپلو خوراکي توکو د محصولاتو کلنى نندارتون د بلژيک په بروکسل ښارکې جوړ کړ. په دغو مراسموکې د خوراکي توکو د محصولاتو څه ناڅه ١٢٠٠ډولونه نندارې ته وړاندې شوي و چې د افغانستان زعفرانو وکولاى شول د نړۍ د ډيرو ښو زعفرانو جايزه وګټي.
په تيرو څو کلونوکې دا دريم ځل دى چې دافغانستان زعفران دغه شان جايزه ترلاسه کوي.
په افغانستان کې د زعفرانو بوټى له ٢٠٠١ م کال راپه دې خوا په رسمي ډول رواج شو او اوس په ټول هيوادکې په ٨٥٠ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل کيږي.
اټکل کيږي چې افغان بزګرانو په تېرکال کې د دغه محصول د پلورنې له پلوه 3.5 مليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي وي .
د زعفرانو د ښه والي او زياتوالي په لاره کې زياتې پروژې کارکوي او له ٢٠٠١ م کال راپه دې خوا په افغانستان کې د زعفرانوکرکيله پروژو سربېره د ايتاليا ، هالند، انګلستان، امريکا او د فرانسې د دولتونو له خوا تمويله شوې ده.
همدا اوس د زعفرانو ٢٥ خصوصي شرکتونه، ٣٠ ټولنې، ٢ اتحاديې او د ښځو ١٧ ټولنې د زعفرانو د ودې او د حاصلاتو د زياتوالي په لاره کې جوړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته