ورزش

دسامبو کورش ملي ټيم تاشکند ته لاړ .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دسامبو کورش دملي ټيم لوبغاړي دکورش په اسيايي سياليو کې دګډون لپاره نن له کابل څخه اوبکستان ته روان شول .
  دباختراژانس دخبر له مخې، دسامبو کورش سيالۍ چې ددغې ورزشي څانګې دنړيوال فدراسيون له خوا د ازبکستان  هيواد په کوربه توب دتاشکند په ښار کې پيليږي دروان کال دجون دمياشتې له څليرويشتمې  نيټې څخه پيليږي او دجولاي د مياشتې تر دولسمې  نيټې  پورې به روانې وي .
   دبدني روزنې او ورزش  رياست داطلاعاتو او عامه پوهاوي  آمر رامين  سالک دباختراژانس خبريال ته وويل، له افغانستان څخه په دغو سياليو کې  ١٣  لوبغاړو يوه هيئت او يوه ښوونکې او يوه حکم برخه اخستې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته