سیاستخبرونهټولنه

د هرات له ښاروالۍ د اروپا اتحادیې د ملاتړ پروګرام پیل شو

کابل / د سلواغې ۲۲مه /باختر

د هرات ولایت او د هرات ښاروالۍ د مشرتابه د هلوځلو په پایله کې د هرات له ښاروالۍ سره د اروپا اتحادیې د ملاتړ پروګرام بیا پیل شو.

ویل کېږي د دغه پروګرام هدف د راتلونکو لسو ورځو لپاره د پرمختیایي پلانونو او د بیارغونې پروګرامونه، د ښار په ۱۵ ناحیو کې د پرمختیایي پروژو تطبیقول او د هرات ښار لپاره د دیتابس برابرول شامل دي.

د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، د هرات د ښاروالۍ مسوولینوو د دغه پروګرام له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه پروګرام د پیل سره به د ښار په کچه زیاتې ستونزې حل شي.

د خبر ځای د څرګندونو له مخې، دغه پروګرا م چې په ۲۰۱۸کال کې پیل شوی و، په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله وځنډول شو؛ اوس مهال د یاد ولایت د مشرتابه او د هرات د ښاروالۍ په هڅو یې بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

ج-ا

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته