کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
د پکتيا ولايت يوه ځوان يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته وسپاره .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دپکتيا ولايت اوسيدونکى حبيب نوري يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته وسپاره او دغه اثر د ساتنې په خاطر ملي موزيم ته وسپارل شو.
پوهاند باوري د حبيب نوري د ښه احساس له امله د قدردانۍ ترڅنګ له نورو هېوادوالو څخه وغوښتل، که چيرې د هېواد لرغوني آثار له دوى سره وي؛ هغه دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپاري .
د ملي موزيم د رييس د څرګندونوله مخې، د دغه اثر تاريخي لرغونتيا په لومړۍ ميلادي پيړۍ پورې اړه لري .
ختم_ ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل