بغداد نيوز نو باختردلړم دمياشتې ١٨ :
دعراق په پايتخت صدرښارګوټي کې پرون ديوې چاودنې له امله دولس تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دنيوزنو دخبري سايټ دخبرله مخې: دبغداد په ځينو سيمو لکه العامل و الحبيبيه او الزعفرانيه کې په بمونو ځاى پرځاى شويو ديوشمېر چوونکو وسايطو دچاودنې له امله دولس تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
بغداد او دعراق ځينې ښارونه په وروستيو ورځو کې دتروريستي پيښو په خاصه توګه دزيارت کوونکو د تګلوري دچاودنو ډګر دي چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
0 د یوې دقیقې څخه لږ