روغتیا

په خاشرود کې دشل بستريزې روغتيايي کلينيک ودانۍ پرانستله شوه .

کابل باختر د ثور څلورمه :
په نيمروزولايت کې ديوشل بستريز کلينيک ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارله  شوه .
دنيمروز دوالي وياند احمدعرب دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کلينيک په خاشرود ولسوالۍ کې ددولتي مسوولينو په شتون پرانستل شو .
دنيمروز والي انجنير محمد سميع وويل چې ددغه کلينيک په پرانستلو سره ددغې ولسوالۍ دخلکو روغتيايي ستونزې تر يوې اندازې پورې حل کيږي ددغه کلينيک دډاکترانو په جذبولو او دتجهيزاتو په برخه کې دعامې روغتيا دوزارت په همکارۍ به اقدام وشي .
بايد وويل شي  چې ددغه روغتيايي کلينيک ودانۍ د ١٥٠٠ متر مربع په مساحت په دريو بلاکونوکې چې ٣٩ خونې لري د کليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه د ٢٧ مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته