خبرونهښوونه او روزنه

څلور زده کوونکي په پنجشېر کې وستایل شول

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
په پنجشېر کې د یونېسف دفتر نن په دغه ولایت کې څلور زده کوونکي چې له ځانه ذهني خلاقیت ښودلی و؛ وستایل.
د پنجشېر د پوهنې رییس عتیق الله کریمي د دغو زده کوونکو د ستایلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې استادانو او د پوهنې ریاست مسوولینو هم حاضر وو؛ خبرې وکړې او ویې ویل چې دغو زده کوونکو د اسکواټور، د بادي برېښنا د دستګاه او د یوې ودانۍ د جوړولو په برخه کې چې له ټولو معیارونو سره برابر دی؛ ځانه ذهني خلاقیت ښودلی دی او د دوی دا کار د دې سبب شو چې د یونېسف دفتر دوی وستایي او نغدي مکافات ورکړي.
هغه زیاته کړه چې هر زده کوونکي ته څلور زره افغانۍ ورکړ شوې.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته