ټولنه

په جوزجان کې لسګونو بې ځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ دتلې ١١مه / باختر
په جوزجان کې پرون ٨٧ بې ځايه شويوکورنيو مرسته ترلاسه کړه.
د جوزجان د کډوالو چارو رييس عبدالمالک رستمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو مرستوکې ٥٠ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې د نړۍ د خوړو سازمان، د ماشومانو د ملاتړ دفتر او نورو مرستندويو موسسو برابرې کړې  وې او پر هغو کورنيو ووېشلې شوې چې د وروستيو جګړو له امله له نا امنو ولسواليو څخه بېځايه شوې او په شبرغان ښارکې ځاى پرځاى شوې دي.
د جوزجان د کډوالو د راستنولو چارو رياست مسوولان ووايي چې پر دغو مرستو سربېره، هڅې کوي په دغه ولايت کې بې ځايه شويو کورنيو ته بنسټيز کارونه له هغې جملې څخه د کارموندلو پروژې عملي کړي چې له دې لارې د خپل ژوندانه خپلې چارې سمبالې کړي.
خو يو شمېر دغه کورنۍ له دولت څخه غواړي چې د دوى په سيموکې امنيت تامين کړي چې وکولاى شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
ختم-سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته