امنیت

دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

دنيمروز ولايت امنيتي مسوولينو ددغه ولايت په مرکز زرنج ښارکې ددوو تنو ځانمرګو بريدکوونکو دوژل کيدو خبرو ورکړ.

دنيمروز ولايت امنيې قوماندان سمونوال محمدموسي رسولي باختراژانس ته وويل دغه دوه تنه تيره نيمه شپه دزرنج ښار دخواجه کريم په سيمه کې په يو کور کې دنښتې په بهيرکې ووژل شول.

دى وايي په نښته کې پوليسو ته زيان نه دى رسيدلى او دوژل شويو هويت نه دى څرگند شوى .

امنيه قوماندان زياته کړه  په دې کور کې دوه ځانمرګي واسکټونه پنځوس ريموټ  کنترولونه ، دماين  سل فيوزونه ، څلورمقناطيسي ماينونه ، اووه لاسي بمونه ، پنځه تومانچي او يوسراچه موټر ترلاسه شوي دي.

ديادونې وړ ده چې دوه مياشتې مخکې په زرنج ښارکې دپوليسو اودايساف په کاروان دځانمرګي بريد له امله دايساف يو عسکر ووژل  شو او درې تنه ملکي وګړي ټپيان  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته