امنیت

د تخار ولايت پوليسو د يوې تروريستي پيښې مخه ونيوله

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د تخار ولايت پوليسو يو ماين ښخوونکى په دشت قلعه ولسوالۍ کې ونيوه.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل: نيول شوى سړى د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ اوسيدونکى جمعه خان دى چې تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو له ډلې سره يوځاى شو او د مولوي سيف الله په لارښوونه د دشت قلعه ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال په توګه ګومارل شوى و .
ويل کيږي چې ده په يو رنجر موټرکې د ځاى پرځاى کولو په موخه يو مقناطيسي ماين له ځان سره درلود چې د ناوړه عمل له ترسره کولو مخکې د امنيتي له خوا ونيول شو.
خبرځاى وويل: د دغه سړي او د مقناطيسي ماين په نيول کيدو سره د يوې تروريستي پيښې او د ملکي وګړو د سر د زيان مخه ونيول شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته