امنیت

په ارغنداب کې د طالبانو د ماينونو يوه ډيپوکشف شوه

کابل باختر دکب څلورمه :
دملي اردو ځواکونو پرون د قندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسايطو ضد نولس ماينونه کشف او ترلاسه کړل.
په قندهار ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول باخترآژانس ته وويل: دغه ماينونه په ارغنداب ولسوالۍ کې د چمتو_ ٢ دعملياتو په بهيرکې کشف اوترلاسه شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه عمليات د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي او له امله يې دماينونو ديوې ډيپو دکشف تر څنګ ددغې ولسوالۍ څوکلي هم دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات په بشپړه توګه دطالبانو له شتون څخه د ارغنداب  ولسوالۍ د ټولو ناامنو ساحو ترپاکولو پورې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته