اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳،۶ میلیاردو افغانیو په ارزښت۱۰ قراردادونه منظور کړل

کابلباختر د ليندۍ د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډې کې د ۳،۶میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول چې لاندې ډول دي :
• د ازبکستان جمهوریت د صادراتو او تولیداتو ادارې سره د عامې روغتیا وزارت اړتیا وړ ۱۲۱ عراده امبولانسونو د پېرلو قرارداد. د یادونې وړ ده چې دا قرارداد  د دولت په دولت له لوري ترسره کېږي؛
• د هېواد د دفاعي ځواکونو د دوه  شهیدانو ورثې ته  د یوې حویلۍ او یو اپارتمان تدارک؛
• د کابل ښاروالۍ پروژو لپاره د ۲۹ زره مترمکعب اړتیا وړ قیر تدارک؛
• د تخار په مرکز تالقان کې د ۱۷۵ متره پل جوړول؛
• د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ۲۲ قلمه میټربکس اجناسو قرارداد؛
• د کابل هوتخېلو د پایو جوړولو فابریکې د برېښنایي تجهیزاتو فعالولو د تهیې قرارداد؛
• د کابل ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټیشن قرارداد ورکړه چې د تمویلوونکي (اسیایي پراختیایي بانک) د مرستې د بېرته ورګرځېدو، د پروژې اهمیت په دلیل او د یو لړ اقداماتو په شرط  ارزونې او ډېر وضاحتونه تائید شول.
• د نغلو د اوبو برېښنا دستګاه د پرزو د اساسي ترمیم اضافه کارۍ؛
• د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ته د ۱۵ عرادو پېرل؛
• د چارو ادارې عمومي ریاست اړتیا وړ یو عراده موټر پېرل؛
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د محروقاتي قرادادونو تعدیل په یو لړ شرایطو او مشخصو لارښوونو سره تائید کړ. دغه راز د ملي تدراکاتو کمېسیون د خصوصي پانګونې په بدل کې د قرارداد ورکړه چې د ملي تدارکاتو ادارې مطرح کړې وه، هرکلی وکړ او د تطبیق په خاطر یې د دې طرحې د بډاینې غوښتنه وکړه.
له بل لوري د اسان خدمت اول مرکز اداري ودانۍ پیشنهادي قرارداد د ساحې د مجدد تشخیص او په راتلونکي کې د متوقع تغیراتو په خاطر منظور نه شو.
په عین حال کې کې کمیسیون د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې لپاره د یوې ودانۍ د کرایه کولو قرارداد، د مرکزي احصائیې ادارې له لورې د یو عرداه موټر تدارک او د فاریاب په میمنه ښارکې د اوبو رسولو شبکې جوړول رد کړ.
د افغانستان د اوبو رسولو او ښاري کانالیزاسیون لوی ریاست موظف شو چې نوې تدارکاتي پروسه په چټک روش سره تر لاس لاندې ونیسي.
جمهوررئیس غني پر پروژو د بحث او د پرېکړو پرمهال یو ځل بیا د داخلي تولیداتو پر ملاتړ، د داخلي شرکتونو پر پیاوړتیا چې پانګونې ته حاضر دي او دغه راز د ظرفیت له پلوه د شرکتونو د هراړخیزې ارزونې او تفکیک، د تجهیزاتو مالکیت، په تېرو قرادادونو کې د اجرااتو او ژمنو په پوره کولو او ذینفع مالکانو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د رئیس او غړو ترڅنګ ملي او بین المللي څارونکو له هغې ډلې له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، غوڅ ملاتړ سیستیکا او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ هم حضور درلود. #
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته