امنیت

يوه تروريستي شبکه په قندهارکې ونيول شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
د ملي امنيت موظفينو نهه تنه په قندهار ولايت کې د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول.
د دغې ادارې موظفينو د قندهار ولايت په مربوطاتوکې د طالبانو په ډلې پورې اړونده نهه کسيزه تروريستي ډله چې په دغه ولايت کې د ځانمرګو بريدونو، چاودنو، ماين ښخولو او د اشخاصو او افرادو د ترور په سازمان ورکولو بوخته وه؛ ونيوله.
مسلح آغا، عبدالرحمن، بابي، رحمت الله، قدرت الله، نعمت الله، نقيب الله او جبيب الله هغه کسان دي چې د کندهار د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول.
نيول شويوکسانو د تحقيقاتو په بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته