فرهنګ

خبريالانو د خبريالى د برخې د روزنيز پروګرام جوړول ګټور وبلل

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٢٤ :
دځينو دولتي رسنيو خبريالانو چې د خبريالى د فنونو په روزنيز پروګرام کې يې ګډون کړي وو؛ دخپل کاري ظرفيت د لوړولو په لاره کې ددغه پروګرام دخبرو وړ موضوعګانې اغيزمنې وبللې.
دغه روزنيز پروګرام په کابل کې د ايران د اسلامي  جمهوريت دسفارت په مرسته د ايران د اسلامي جمهوريت د خبر پوهنتون او د خراسان رضوي دخبري آژانس په همکارى د پنځو ورځولپاره دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالارکې جوړشوى و چې په هغه کې دباخترآژانس ، ملي راډيوټلويزيون او هم د انيس، هيواد، اصلاح ، کابل ټايمز او د وطندارانو دورځپاڼوڅه دپاسه شپيتو تنوخبريالان، عکاسان او فلم اخيستوونکي، عکاسى ،خبري مرکې، دخبر اورپوټ ليکنې، خبري فلم اخيستنې او د رواني عملياتو د اصولو اوفنونو او د سوژې دمستندکولو اوکره کتنې د اصولو او فنونو په باب زيات معلومات ترلاسه کوي.
ددغه پروګرام يوې برخه والې دباخترآژانس خبريالې فريبا احسان زاده  وويل: هغه څه چې د دوو ورځو په بهيرکې د ايران د اسلامي جمهوريت دخبريالى د برخې د استادانو له خوا څرگندشول؛ د دې او د نورو خبريالانو د مسلکي کادرونو دکچې د لوړولو لپاره ګټور وو.
د انيس د ملي ورځپاڼې خبريالې حامدې صديقي وويل: له دغه پروګرام سره په استفادې سره په لنډوخت کې له هغو زياتو موضوغګانو سره چې هره ورځ په خپله کاري برخه کې ورسره سرو کارلري؛ زياته بلدتيا ترلاسه کوي.
دې ددغه پروګرام دمهم بللو په ترڅ کې هيله وکړه چې د ايران دولت له افغانستان سره دغه شان همکاريو ته پراختيا ورکړي.
په همدې حال کې د ايران داسلامي جمهوريت خبري آژانس ( خراسان رضوي ) دخبر پوهنتون رييس ډاکتر رضا امير جهان شاهي دباخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې په تيره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د رسنيو کمي وده ارزښتناکه وبلله او ويې ويل چې دغه هيواد دسيمې په کچه دتصويري ، چاپي او غږيزو رسنيو په  برخه کې د يادونې  وړ وده کړې ده.
ډاکترجهانشاهي څرگنده کړه چې دکمي ودې ترڅنگ دې ته اړتياده  چې رسنۍ له کيفي او بنسټيز پلوه هم پراختيا ومومي .
ده وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت په تيرو لسيززوکې د رسنيوپه برخه کې د يادونې وړ وده کړې ده او زموږ رسانه يي کارکوونکي په رسانه يي برخه کې ښې تجربې لري او موږ غواړو چې دغه تجربې رسانه يي برخې افغان کارکوونکو ته هم وليږدوو.
ډاکتر امير جهانشاهي وويل چې د دواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ ديني ، فرهنګي ، ژبنيو او د تاريخي مشترکاتو په په پاملرنې سره، موږ عقيده لرو چې دافغانستان د رسانه يي برخې کارکوونکوته دخپلو تجربو په ليږدونې سره په ښه توګه دډول ډول خپرونو، رپوټونو، مرکو ، راپورتاژونو، عکسونواو د فلمونو  د برابرولو په برخه کې له هغوى سره همکاري وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته