ورزش

د آسيايي جام سياليو ته د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړو فهرست اعلام شو

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه : 
د کرکټ بورد د غوراوى کميټې د آسيايي جام د سياليو لپاره د کرکټ د ملي ټيم د غړو فهرست اعلام کړ.
د دغې کميټې مسوول نوروز منګل په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دې نوملړکې د اصغر خان، شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاويد احمدي، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهيدي، محمد نبي عيسی خيل، ګلبدين نايب، نجيب الله ځدران، راشد خان، مجيب ځدران، آفتاب علم، سميع الله شينواری، وفادار مومند، شرف الدين اشرف، سيد احمد شيرزاد او منيراحمد شامل دي.
ټاکل شوې ده د آسيايي جام يو ورځنۍ سيالي د وږي د مياشتې له ٢٤نيټې څخه د تلې دمياشتې تر ٦ نيټې پورې د شپږو ټيمونوپه ګډون په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته