فرهنګ

د امام فخر رازي هروي سيمينار د روان کال د دوبي په لومړيو وختو کې جوړيږي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيد مخدوم په مشرۍ د امام فخررازي هروي
دزيږيدنې داته سوه نوي يمې کاليزې په مناسبت دعلمي څيړنيز سيميناردجوړولو د تياري دکميسيون مقدماتي غونډه نن جوړولودتياري دکميسيون مقدماتي غونډه  نن جوړه شوه .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې  :
په دې غونډه کې د دين يو شمير عالمانو او پوهاند هم ګډون کړى وو.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دامام فخر رازي هروي دشخصيت په اړوندخبرې وکړې او ويې  ويل امام فخررازي په اسلامي نړۍ کې د کلام فقهي، تفسير او دفلسفې دعلم يوه  ستره  خبره  وه .
د دغه  شخصيت هيڅکله   لکه څنګه چې دهغه  وړ دى ،  په  معاصر  دوران کې درناوى نه دى شوى    په ديني او فرهنګي چارو  کې د جمهور  رييس ستر سلاکار استادنعمت الله شهراني په دې برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ د وزيرنوښت وستايه  او ويې ويل : امام فخر رازي  دکلام منطق او دتفسير د علم يو مخکښ و  او  دده مناظرې له بيلابيلو عالمانو  سره  وي.
دولسي جرګې غړي قاضي نذير احمد حنفي ددغه سيمينار دجوړولو په اړوند
د اطلاعاتو او فرهنګ دوزير دنوښت د ستاينې په ترڅ کې وويل :  ددغه سيمينار څيړنيز  آثار او مقالې کيداى شي دځوان نسل لپاره ښه علمي منبع  وي.
قاضي حنفي زياته کړه   امام فخررازي  هروي يو پياوړى  خطيب و   او خلکو د ده دخبرو د اوريدو  لپاره خاصه مينه او علاقمندي ښودله .
دى د خپلې زمانې  دشاهانو ، اميرانو او وزيرانو د فوق العاده  درناوي  وړ و.
په دې غونډه کې د استاد نعمت الله شهراني په مشرۍ او دولسي جرګې د غړي قاطى نذيراحمد حنفي  د وزير محمد اکبرخان دجامع جومات د خطيب استاد اياز نيازي ، دعالمانو دشورا دغړي  مولوي مصطفي بارکزي او دهرات دجامو  جومات دخطيب مولوي عبدالفتاح په غړيتوب پنځه کسيزکميسيون  وټاکل شو چې ددغه
سيمينار دعلمي اجندا  په باب  په کار لاس پورې کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته