ټولنه

دکابل ښار په لسګونوتنو کتاب پلورونکو او خپرونکو مظاهره وکړه

کابل باختر د کب لسمه :
دکابل ښارپه لسګونو تنو کتاب پلورونکو اوخپرونکو نن دماليې د ورکړې په خاطر په مظاهرو لاس پورې کړ.
د افغانستان دکتاب پلورونکواو خپرونکو د سراسري اتحاديې رييس ډاکتراجمل عازم دباخترآژانس خبريال ته وويل: له يوې اوونۍ راپديخوا زموږ دوکانونه او د پلورنې مرکزونه د ماليې وزارت له خوا د ماليې د نه ورکولو په خاطر تړل شوي دي.
عازم څرګنده کړه: په هيڅ هيوادکې داسې قانون نشته چې د کتابونوله توليدولو او واردولوڅخه ماليه ورکړې شي.
دافغانستان دکتاب پلورونکو او خپروونکو د سراسري اتحاديې رييس څرګنده کړه: که چيرې د کتابونو په پلورونکو ماليه وضع شي؛ د کتاب پلورنې  په بازارکې د کتابونو بيه لوړيږي؛ اقتصادي حالت ښه نه دى.
  محصلان، استادان او زده کوونکي دکتاب پلورنې توان نه لري. له دې امله دا د هيواد  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده ده چې دغه ستوزه حل کړي.
په همدي حال کې د ماليې وزارت ويندوى عبدالقادر جيلاني وايي: له قانون سره سم کتاب پلورونکي او خپرونکي بايد په سلوکې شل ماليه ورکړي. خو د رسنيوپه قانون کې دکتابونو خپرونکي او واردونکي له ماليې څخه معاف دي. دې ته اړتيا ده چې موضوع د وزيرانوشورا ته وړاندې شي او وروسته دې له پريکړې سره سم عمل وشي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهمل نبي فراهي د مظاهره کوونکوله استازو سره وکتل او د دغې کتنې په نتيجه کې مظاهرې په سوله ئيز ډول پاى ته ورسيدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته