نړۍ

دفرانسې او جرمني مشرانو دروسيې او اوکراين له جمهورو رييسانوسره خبرې وکړې

پاريس نړيوالې خبري منابع باختر دچنګاښ دمياشتې ٩  :
د جرمني او فرانسې مشرانو د روسيې او اوکراين له  جمهورو  رييسانو سره  خبرې وکړې.
دا په  داسې حال کې ده  چې  داوکراين دحکومتي پوځونو او  د روسيې دپلويو بيلتون غوښتوونکو ترمنځ  اوربند  پاى ته  رسيدو ته نږدي شوى دى .
د فرانسې د جمهوررييس دفتر په يوه اعلاميه کې وويل  چې د روسيې او اوکراين له جمهورو رييسانو ولاديمير پوتين او پروشينکوسره  دفرانسې دجمهوررييس فرانسوا اولاند او دجرمني دصدراعظمې انګلامرکل ټيلفوني خبرو  څه  د پاسه  دوه ساعته دوام درلود.
په  اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي  چې دغو مشرانو  د اوکراين په امنيتي حالت کې د وروستيو  پرمختګونو دارزښت ، داوربند دمودې دتمديد او دسولې دهغه پلان په باب  خبرې وکړې  چې داوکراين له خوا  وړاندې شوى دى .
دروسيې  حکومتي مقاماتو وويل  له پروشينکو څخه غوښتل شوي دي چې  د اوکراين  په ختيځ کې لنډ  مهال  اوربند تمديد کړي.
پروشينکو ويلي دي  چې نن به  له  پوتين  او انګلا مرکل سره يو بل ټيلفوني  کنفرانس جوړ کړي.
دغه خبرې اترې  په داسې حال کې کيږي چې  داوکراين په ختيځ کې  ددغه هېواد دحکومتي ځواکونو او د روسيې دپلويو بليتون غوښتوونکو ترمنځ دنويو نښتو خبرونه خپاره شوي دي   اوپه زرګونو تنو په کيف کې  داوکراين  دجمهوري رياست د ودانۍ په وړاندې ديوې غونډې په ترڅ کې  ددغه هېواد په ختيځ کې داوربند دپاى ته رسولو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته