سیاست

دهرات والي وستايل شو .

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٣
دهرات والي محمد آصف رحيمي دولسي جرګې له خوا وستايل شو .
دولسي جرګې دشکايتونو دڅيړنې دکميسيون ستاين ليک دسيمه ييزې ادارې دچارو دسمون دښې حکومتوالۍ دپياوړتيا او له ملت سره د دولت د اړيکو د ټينګښت په لاره کې دهرات دوالي محمد آصف رحيمي د هلوځلو له امله ددغه کميسيون د رييس او غړو له خوا ده ته ورکړ شو.
دولسي جرګې دشکايتونو دڅيړنې دکميسيون غړو ديو کال په بهير کې دهرات دوالي دهر اړخيزو هلو ځلو د درناوى په ترڅ کې اعلام وکړ چې هرات ته د خپل وروستي سفر او له بيلابيلو قشرونو سره دخبرو په بهير کې پوه شوى دى چې دهرات خلک دولايت دمقام د هر  اړخيزو او ملي اقداماتو څخه خوښ دي .
دغو استازو هرات ته دسفر په بهير کې له سيمه ييزو مقاماتو سره هم وکتل او دهرات پرمختګونه يې وڅيړل او ټينګار يې وکړ چې دولايت دمقام دځواکمنتيا په نسبت دښې حکومتوالۍ دپياوړتيا او دچارو دښه سمون په لاره کې ډاډ لري.
دولسى جرګې دشکايتونو دڅيړنې دکميسيون دهيئت دڅرګندونو له مخې دولايت دمقام دپاملرنې په نتيجه کې په دغه ولايت کې ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي پروګرامونه ښه شوې دي او خلک دمسولينو دکړو وړو په نسبت هيله من دي .
دولسى جرګې هيئت دوه مياشتې مخکې دهرات ولايت ته سفر کړي و او ددغه سفر په بهير کې دولايت له مقاماتو سره په کتنې برسيره دبيلابيلو ادارو کارونه يې وڅيړل .دهيئت دڅيړنو په نتيجه کې مشخصه شوه چې دبيارغاونې او عمرانى طرحو داجرا په لاره کې دولايت مقام زياته پاملرنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته