خبرونهامنیتفرهنګټولنه

ایران ته د لسګونه قلمه تاریخي آثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې لوا منسوبینو ایران ته د ۳۴ قلمه تاریخي آثارو او ۱۵۰۰ ګرامه ګران بیه ښيښو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د امنیتي مسوولینو په وینا، دغه آثار په ګلران ولسوالۍ کې له یوه کس سره نیول شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران هېواد ته انتقال کړي.
نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د یادې قول اردو منسوبینو دې ته د ورته تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته