امنیت

په کندز کې دطالبانو نومول شوى والي په هوايي بريد کې ووژل شو.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٦  :
په کندز ولايت کې  دتخار لپاره د طالبانو نومول شوى  والي قاري شمس الدين اودطالبانو درې جګپوړي قوماندانان په هوايي بريدونه کې ووژل شول.
  دطالبانو په دغو جګپوړوقوماندانانو  پرون ناوخته  دکندز ښار په زاخيلو  او خواجه مشهد ساحو بريدونه وشول  چې په دغو قوماندانانو کې قاري حليم هم شامل دى .
په کندز ولايت کې دکوماندو ځواکونو يوه وياند دباخترآژانس خبريال ته وويل : 
چې دطالبانو په دغه  نومول شوي والي  قاري شمس الدين او ددغې ډلې په څو تنو نورو قوماندانان   دکندز ښار په زاخيلو او  خواجه مشهد ساحو کې دهغوى په  پټنځيو بريدونه وشول .
قاري شمس الدين دطالبانو دملاتړ لپاره کندز ته  تللى و.
ده وويل :په دغو دوو ساحو کې طالبانودزيات مقاومت دليل ددوى دقوماندانانو دځان ساتنه وه.
مخکې له دې : دپنجشنبې په شپه هم  دکندز  تش په نامه والي ملاسلام هم په يوه هوايي بريد کې ووژل شو.
د کوماندود ځواکونو دغه وياند وايي  په کندز کې  ددغو قوماندانانو په وژل کيدو سره   په دغه ولايت اوپه تيره بيا په کندزښارکې  حالات مخ په ښه والي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته