امنیت

د امريکا هوايي ځواکونه په افغانستان کې د زياتو بريدونو لپاره تيارى نيسي

کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
په افغانستان کې ميشتو هوايي ځواکونو د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې  ٢٢٤٤ هوايي بريدونه ترسره کړي دي ، په داسې حال کې  چې په ټول تېرميلادي کال کې يې ١٠٧٤ هوايي بريدونه ترسره کړي وو.
دا ښيي چې په افغانستان کې په ډير بد حالت سره د امريکا هوايي ځواکونه په دغه هېوادکې د زياتو بريدونو لپاره تيارى نيسي .
دغه راز د ايتلاف د ځواکونو خبرځايونو ويلي دي چې د بګرام په پوځي قرارګاه کې د امريکا پوځي پيلوټان ځان د طالبانو پرخلاف جګړې ته چمتو کوي.
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د لوى قوماندان جنرال جان نيکلسن د پنجشنبې په ورځ تائيد کړه چې دايتلاف ځواکونو دهوايي عملياتو ترڅنګ دوى د افغانستان دهوايي ځواکونو  زيات ملاتړ هم وکړي.
د سپيني ماڼۍ چارواکو ويلي دي: په افغانستان کې د نوې ستراتيژۍ يوه اساسي برخه دا ده چې طالبان له هغو سيمو څخه چې خپل کنترول لاندې لري، په شا وتمبوي.
د امريکا  جمهور رئيس ترامپ د افغانستان او د آسيا د جنوب په وړاندې ددغه
هېواد د ستراتيژۍ د اعلامولو په وخت کې وويل چې په  افغانستان کې د جګړې په ډګرکې د امريکا قوماندانانو په فعاليت کې محدوديت کميږي او هغوى ته به زيات صلاحيتونه ورکړى شي .
د ا نه ده په ډاګه شوې چې  جمهوررئيس ترامپ د دغو څرګندونو عملي اغيزې به څه وي؟
خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند کاپيتان ويليم ساليون  ويلي دي چې اوس امريکايي پوځيان يوازې په دريو مواردوکې کولاى شي هوايي بريدونه ترسره کړي. يعنې امريکايي پوځيان د ځان د دفاع لپاره د مشخصو  تروريستي ډلو پرضد د خاصو عملياتو او د افغان  پوځيانو د ستراتيژيکي پرمختګ لپاره  د هوايي بريدونو اجازه لري.
په کابل کې د امريکايي پوځيانو وياند دا نه ده په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په هوايي عملياتو دغه محدوديتونه به څه وخت لرې شي؟
يوشمېر تحليل ګران په دې باور دي چې په افغانستان کې د هوايي عملياتو د پراختيا لپاره امريکايي پوځيان به زياتو سلاکارانو، د تخنيکي چارو ماهرانو او پرمختللو وسايلو ته اړتيا ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته