سیاست

د کونړ والي: د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې ښه ټاکنې ترسره شوې

اسعد اباد باختر د تلې ۳۰ مه
د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال نن باختر اژانس ته وویل : په دې ویاړي چې په دغه ولایت کې په زرګونه خلک د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړل او په ډیر اخلاص او زړورتیا سره د خپلې خوښې نوماندانو ته رايې ورکړې.
هغه وايې که څه هم چې د رایو ورکولو په لومړیو شیبو کې دوسله والو مخالفانو له خوا هڅه کېده چې دغه ملي بهير د خنډ او ځنډ سره مخ کړي خو افغان ځواکونو ورته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل او په هرځای کې يې د ماتې سره مخامخ کړل.
والي زیاته کړه: د کونړ درنو ولسونو وښوده چې دوی پرته له خدای هيڅ ډول زور ته نه تسلېمیږي او هغه څه به کوي چې کوم يې د وطن او هیوادوالو په ګټه وي او همدا نه ماتیدونکی هوډ و چې په ښه ډول ټاکنې پای ته ورسیدې .
بل خوا خلکو هم له افغان  ځواکونو مننه کوله چې د لوړو غرونوڅخه نیولې د رایو ورکولو ترمرکزونو پورې يې د دوی امنیت نیولی و او د دغو سرتېرو د نه ستړي کیدونکوهلو ځلو پایله وه چې ولسونه په ډاډه زړه له کورونو راووتل او رايې یې وکارولې .
پخوا به د رایو ورکولو په مرکزونو بریدونه کيدل خو سږکال د نورو کلونو او ټاکنو په پرتله حالات بلکل بدل و.
په کونړ کې د۱۶۹۰۰۰ په شاوخوا کې په شرایطو برابرو کسانو په خپلو تذکرو سټیکرې لګولې وې .
که څه هم چې د ټاکنو دکمېسیون په کارونو کې یوه څه تخنیکې ستونزې موجودې وې خو بیاهم ډېرو خلکو خپلې  رایې وکارولې .
په ولسیي جرګه کې د کونړ ۴ څوکۍ دي چې درې يې د سړیو او یوه يې هم د میرمنو لپاره ځانګړې ده او دغو څلورو څوکیو لپاره د دریو میرمنو په ګډون ۳۱ تنو ځانونه نوماندان کړي و .پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته