ټولنه

د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې خبرتيا.

کابل –باختر د چنګاښ د مياشتې ١٠
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې خبرتيا.
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي ادارې په کابل ښارکې دهوټلونو دخاوندانو له اتحاديې سره په يوه ګډه غونډه کې وپتيله چې دهوا دککړتيا دکمښت په لاره کې دې دهوټلونو ټول خاوندان د روژې دمبارکې مياشتې تر پاى پورې دپخولو سيستم په ګازي بدل  کړي.
په دې وسيله دهوټلونو او د واده د سالونونو ټولوخاوندانو ته خبر ورکول کيږي چې له دغه تصميم سره سم دې عمل وکړي او په خپلو هوټلونو کې دې دلرګيو او له نورو دود پيدا کوونکو موادو له کارولو څخه ډ ډه وکړي.
له دغه تصميم څخه دسرغړونې په صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته