خبرونهاقتصادټولنه

د یوې اوونۍ په لړ کې له ۷۰۰ زیاتې راستنېدونکې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۷۴۹ راستنې شوې کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته لېږدولې دي.
دغه وزارت ویلي چې د دغه وزارت اړوند د ترانسپورټ کمېټې له لوري د ننګرهار د تورخم او سپين بولدک له لارې ۷۴۹ راستنې شوې کورنۍ د کابل، هلمند، کندهار، ننګرهار، کونړ، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو ته انتقال کړې دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې د راستنېدونکو د لېږدونې د بهير له پيل څخه تراوسه یې بېلابېلو ولايتونو ته ٩٥ زره ٩٦٧ کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته انتقال کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته