خبرونهټولنهروغتیا

تخار کې ۶۸ روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شول

کابل، د کب ۷ مه، باختر

په تخار کې پولیسو ۶۸ روږدي کسان د درملنې په موخه د کندز د روږدو کسانو د درملنې ۵۰۰ بستریز روغتون ته لېږدولي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي باختر اطلاعاتي آژآنس ته ویلي چې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت د یو لړ ګډو عملیاتو په بهیر کې په نشه يي توکو ۶۸ روږدي کسان د تالقانو ښار له مربوطاتو څخه راټول او د درملنې په موخه یې د کندز د روږدو کسانو د درملنې ۵۰۰ بستریز روغتون ته لېږدولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته