ټولنه

د ٥٠٠ کيلو ولټه بريښنا د ليږدونې د طرحې په باب د غور ولايت د خلکو اعتراضيه لاريون

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د فيروز کوه ښار په لسګونو تنو اوسيدونکو د سالنګ له تګلوري څخه د توتاب پروژې د ليږدونې په باب د دولت د تصميم پرخلاف په اعتراض لاس پورې کړ.
د فيروز کوه له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د غور ولايت په لسګونو تنو اوسيدونکو د دولت تصميم پرخلاف په اعتراض کې د ترکمنستان د ٥٠٠ کيلو ولټه وارداتي بريښنا د پروژې د تګلوري په بدلون له پراخو اعتراضو سره سره د بريښنا شرکت اعلام کړى دى چې د دغې پروژې د اجرا کولو قراداد يې د ١١٩ مليونه امريکايي ډالرو په لګښت د پلخمري د الوان له دښتې څخه د کابل تر ارغندې پورې لاسليک کړى دى، واټونو ته راووتل او د باميانو له لارې يې د دغې پروژې د تګلوري د بدلون غوښتنه وکړه.
دوى ادعا کوي چې ٥٠٠ کيلو ولټه بريښنا بديل تګلورى نه مني.
اعتراض کوونکو شعار ورکاوه چې چوپتيا زموږ حق نه دى او د خپل حق دفاع کوو.
دوى وايي: که چيرې غږ ته يې مثبت ځواب ورنه کړاى شي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته