اقتصاد

چين د حامدکرزي د هوايي ډګر د پراختيا په برخه کې مرسته کوي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې هيئت نن د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د پرمختيا د کار بهير وکوت او د کار د ښه والي او ګړندي کولو په لاره کې يې لارښوونه وکړه.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د اطلاعاتو او د عامه اړيکو آمريت باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د عملياتي مرستيال محمودشاه حبيبي په مشرۍ وشوه؛ يو چينايى هيئت هم په دې ترکيب کې شامل و.
حبيبي د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې تر کار لاندې برخې د کتنې ترڅنګ وويل چې د هيواد د ملي اقتصاد ودې او دغه راز د سيمې او په نړيواله کچه د افغانستان د تجارتي راکړې ورکړې کچې زياتوالي ته په پاملرنې سره د هيواد اوسني ډګرونه د دغو ټولو اړتياوو ځواب ورکوونکي نه دي او جدي اړتيا شته چې دغه ډګرونه د نړيوالو شرايطو او د څو مليونو تنو مسافرو د هرکلى د ظرفيت له مخې وده او پراختيا ومومي.
د يادونې وړ ده چې د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د ساختماني او پرمختيايي يوې برخې لګښت د دوست هيواد جاپان له خوا تمويل شوى دى او کار يې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختوکې چين هم علاقمندي ښودلې ده چې له افغانستان سره د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په برخه کې مالي او تخنيکي مرسته وکړي.
د څو سوه زرو تنو په ظرفيت د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د ترمينل جوړول او د ترافيکو د کنترول او مخابرې د څانګو د ودانيو جوړول هم د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې له نورو پروګرامونو څخه دي چې د هغو د مالي منابعو د تامينولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته