امنیت

په هلمند کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د غويي د میاشتې ۱۸ مه
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د افغان کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو ویاند ډګرمن عبدالقیوم نورستاني باختر اژانس ته ویل چې، دغه وسله وال طالبان تېره شپه د کومانډو ځواکونو له لورې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځی، د ماین جوړولو یوه کارخانه او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته