اقتصاد

افغانستان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې کنګل شوې پیسې يې بېرته ورکړي

کابل / د لړم٧/ باختر:
د افغانستان اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد کنګل شويو پیسود بېرته راګرځولو په برخه کې همکاري وکړي.
د تېرحکومت له نسکورېدو وروسته، امریکا د افغانستان څه ناڅه لس میلیارده ډالره پيسې کنګل کړې؛ داسې کړنه چې کارپوهان یې په افغانستان کې د اقتصادي بحران او د لوږې او بېوزلۍ د زیاتوالي اصلي لامل بولي.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اروپا د ۱۴ هېوادونو له سفیرانو سره وکتل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي چې د افغانانو شتمنۍ بېرته ورکړي.
د باختراژانس د خبرله مخې متقي وويل : “افغانستان له څلويښتو کلونو وروسته واکمن نظام څخه برخمن شوى دى؛ نړیواله ټولنه باید له همدې امله د امريکا له متحده ايالاتو وغواړي چې د افغانستان پر شتمنیو بندیزونه لرې کړي.”
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو سیمه يیزو غونډو کې ګډونوالو د افغانستان د شتمنیو د بېرته ستنېدو غوښتونکي شول.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته