ټولنه

له سلګونو اړو او راستنيدونکو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو او راستنيدونکو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرستې د نړۍ د خوړو سازمان له خوا په څه ناڅه څلور سوه بېوزلو او له پاکستان څخه په راستنيدونکوکورنيو ويشلې شوې دي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل: دوى له سروې وروسته له څه ناڅه ٤٠٠ بيوزلۍ او راستنيدونکو کورنيو سره د نړۍ د خوړو سازمان په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته کړې ده .
دغه خوراکي توکي د يوې کورنۍ د يوه مياشتني لګښت په اندازه برابر شوي دي.
په همدې حال کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د راستنيدو بهير دوام لري.
دولتي او نړيوال مرستندوى مرکزونه وايي چې له راستنيدونکو سره مرستې ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته