کابل باختر دلړم دمياشتې :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځې په پرتله يو ډالره زياتوالي ليدل کيږي .
تيره ورځ په نړيوالو بازارونو کې يو انس سره زر په ١٢٢٠ ډالره وړاندې کيدل خو نن په ١٢٢١ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٠٠ افغانيو ، کويټې ٢٤٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٤٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢١٠٠
افغانيو ، عربي ٢٠٥٠ افغانيو ، ايراني په ١٧٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ