کابل / دمرغومي ٩مه / باختر :
په هرات کې دطوفان هريرود په نامه دوسله والو ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات پيل شول .
ددغو عملياتو دترسره کولو موخه دډار اچوونکو له شتون څخه د هرات _ غور دلويو لارو پاکول دي .
هغه ډار اچوونکي چې په دې وروستيووختو کې په دغو لويو لارو کې په شتون اوفعاليت سره دمسافرينو او دسوداګرو کاروانونو تګ راتګ سخت کړى دى .
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي امنيتي اودفاعي ځواکونه يې دنظام دملاتير او دافغانستان دخلکو رښتينې اتلان وبلل او ټينګار يې وکړ چې دغه عمليات به ددښمن ملاماته کړي .
په دغو ګډو عملياتو کې امنيتي اودفاعي ځواکونو په ټولو کافي تجهيزاتو او وسايطو سره شتون لري اودهوايي قواوو تر ملاتړ لاندې به ونيول شي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دظفر قول اردو دلومړۍ لوا قوماندان جنرال زيارت شاه عابد چې ددغو عملياتو مشرۍ په غاړه لري وايي چې په ټول توان سره به دافغانستان دخلکو ددښمنانو د ځپلو په موخه جګړه وکړي .
هغه وويل: په دغو عملياتو کې دهرات _ غور دلويې لارې ټولې ساحې به دامنيتي ځواکونوترکنترول لاندې ونيول شي او په سيمو کې د دښمن هغه ځالې چې د خلکو او مسافرينو د ځورونې او کړونې سبب کېږي؛ له منځه به لاړې شي.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل