کابل / باختر/ د وږي٧ مه
په کندزکې پر يوشمېر بې ځايه شويو کورنيو نن د کور وسايل ووېشل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د (ډاکار) او د ماشومانو د ملاتړ موسسو، د کندز ولايت له مقام سره په همغږۍ په کندز ښارکې د حضرت امام او د تخار د اشکمش ولسواليو پر څه دپاسه ١٠٠ بې ځايه شويو کورنيو د پخلنځي وسايل او روغتيايي بستې ووېشلې.
د کندز ولايت سرپرست نجيب الله عمرخېل حکومت د بې ځايه شويوکسانو د اړتياوو د څېړنې او حل کولو مکلف وباله او ژمنه يې وکړه چې سيمه ييز حکومت له موسسو سره په همغږۍ د امکان تر پولې پورې د هغوى د ستونزو د لرې کولو په برخه کې مرسته او همکاري کوي.
ختم-ف – اکرم