خبرونهامنیت

پنځه طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د یوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په پلحوت کلي کې د پوځیانو پر یوې پوستې د برید په وخت کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې نښته کې یو وسله وال طالب ټپي شو او د دښمن جنګي وسایل هم ویجاړ شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته