کابل باختردوږي دمياشتې ٦ :
ديوې کورنۍ درې تنه غړي په ارزګان ولايت کې دطالبانو د بمې بريدله امله ټپيان شول
دغه پيښه پرون ناوخته ددهراود ولسوالۍ دکوار په کلي کې هغه رامنځته شوه چې يوه ډله وسله وال طالبان دپوځيانوله منګولو څخه دتيښتې په حال کې په يو کور لاسي بم وغورځاوه .
دارزګان دوالي ويندوى دوست محمد ناياب دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې دطالبانو په دغه بمي بريد کې ديوې ښځې او يو ماشوم په ګډون ددغې کورنۍ درې تنه غړي ټپيان شول.
دخبرونوله مخې : په دغو يرغلګرو ددوى په ټنځاى داردو او پوليسو دځواکونو له خوا بريد وشو او دتيښتې په وخت کې يې په دغه کور بمي بريد وکړ.
دارزګان ديو روغتون ډاکترانو ددغې پيښې ديو تن ټپې روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 1 دقیقه لوستل